ایکنا نتیوز د الکفیل اطلاع رسونې له ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د حسینی مقدس آستان د ځانګړو پروګرامونو پشمول د کتاب دغه نندارتون د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په درشل کې دی چې د ؛بانوفاطم زهرا(ع)، پر مځکې د ترټولو ښکلی انسان ؛ په شعار سره د لیندۍ له اولمسې پيل شوی او د راتلونکی میاشتې تر لومړۍ پورې په دوام ومومي .
دغه نندارتون د نجف اشرف دعلمیه حوزې دتبلیغي پلان په ملګرتیا او د علوي، کاظمۍ، عسکري او عباسي مقدسو آستانونو پّ مشارکت او ګډون سره دترسره کیدا په حال کې دی.
د عباسی مقدس آستان د لیدتوګې اوابداع دمرکز مدیر سید محمد اعرجي په دغه نندارتون کې ددغه مقدس آستان د سټال په باب ووئيل، عباسی آستاند خپلوخپرشوو ۴۵۰آثارو له ټولګې سره په دغه نندارتون کې چې په واسط پوهنتون کې جوړ شوی دی ګډون کوي.
اعرجي ووئيل په دغه سټال کې د کلتوری او نظریاتي چارو، د انساني او اسلامی معارف او د مذهبی میراث درې برخې نندارې ته وړاندې شوي او ددغو آثارو له وړاندې کولو څخه موخه دعباسی مقدس آستان له فکري اودیني منشوراتو سره د کتونکو بلدتیا ده .
https://iqna.ir/fa/news/4187449